ایکناینوز راپور راکوي، ډآکټر پزشکیان له روانیدو مخکې وویل: له پیله د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان د اسلامی جمهوریت ترمینځ ژور، دوامدار او نږدې روابط موجود دي، او دا اړیکې نه یوازې اقتصادي، علمي، کلتوري او صنعتي بڼې لري، بلکې د دواړو ولسونو تر مینځ ژور عقیدتي پیوندونه هم شته.
پزشکیان د پاکستان له خوا د ایران ملاتړونو ته په اشاره کې وویل: په وروستیو شخړو او د اسراییلو او امریکا لهخوا د ایران پر خاوره د یرغل په وخت کې، پاکستان او د دغه هیواد پارلمان او ولس غبرګون وښود او دا یرغلونه ئې سخت وغندل. د پاکستاني چارواکو رسمي سفرونه او هڅې د مننې وړ دي.
هغه وویل: د دغه سفر یو مهم هدف دا دی چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اقتصادي ملګرتیا په ځانګړې توګه سرحدي تجارت، ځمکنۍ، هوايي او سمندري ټرانسپورت ته وده ورکړو. د پاکستان له لارې مونږ د نوي وریښمو لارې له پروژې سره یوځای کیدلی شو، دا لاره چې اوس د چین او پاکستان ترمینځ روانه ده، کولای شي د ایران له لارې اروپا ته وغځېږي.
په پاي کې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر پر اسلامي وحدت او یووالي ټینګار وکړ او وې ویل: د دښمن یو هدف دا دی چې اسلامي هیوادونه سره وویشي او مختلفې ډلې یو پر بل راوپاروي. مونږ هوډ لرو چې د ایران او پاکستان ترمینځ د یووالي او همکارۍ له لارې د دغو دسیسو پر وړاندې ودریږو او اسلامي یووالي ته وده ورکړو.
https://iqna.ir/fa/news/4297659